کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د پنبې په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

16 قوس 1401 ساعت 11:56

د جوزجان د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې تر ۵۵۰۰ ټنو زیات پنبه حاصل شوې چې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.


آوا - مزارشریف: د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رئیس عبادالله انصار نن چهارشنبه، د قوس ۱۶ مه، آوا ته وویل: سږ کال په جوزجان کې پر ۵۶۰۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې او ۵۵۹۶ ټنه حاصلات ترلاسه شوي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په جوزجان کې پر ٩٦٣ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه او ١٣٤٨ ټنه حاصل يې ترلاسه کړى و، چې د تېر کال په پرتله د سږ کال په حاصلاتو کې ٤٠ سلنه زياتوالى ښيي.
 
د جوزجان د کرنې رييس زياته کړه، چې د حاصلاتو د زياتوالي ترڅنګ د پنبې بازار هم ښه دى او يو من په ٧٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.
 
په همدې حال کې د جوزجان ولايت يو شمېر کروندګر وايي چې د کوکنارو پر ځاى يې پنبه کرلې ده.
 
د دوی په خبره، پنبه د کوکنارو ښه بدیل دی او د حلال کښت د ودې لپاره باید په دغه ولایت کې اغېزمن پروګرامونه پیل شي.
 


د مطلب کود: 261977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261977/په-جوزجان-کې-د-پنبې-حاصلاتو-۴۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com