کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د داعش ډلې څلور غړي وژل شوي دي

20 قوس 1401 ساعت 15:12

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز اعلان کړی، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه په عملیاتو کې د داعش څلور وسله وال وژل شوی دی.


آوا - کابل: د پاکستان پوځی چارواکو ویلی دی: د داعش دغه جنګیالی په بمی چاودنو، د پاکستان په امنیتی ځواکونو حملو او نورو ترهګریزو فعالیتونو کښې لاس لرل.
 
په وژل شویو کې د قومندان محمد داوود، محمد یعقوب، عبدالله خان ګل او محمد لایق سردار نومونه شامل دي.
 
بايد يادونه وشي: په داسې حال کې چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې تل د ډېرو سخت دريځو او افراطي مذهبي ډلو اصلي ټاټوبی دی، دغه هېواد تل په بېلابېلو دلايلو افغانستان په دې جغرافیه کې د ترهګرو ډلو په شتون تورنوي.
 


د مطلب کود: 262155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262155/د-افغانستان-او-پاکستان-پولې-ته-څېرمه-داعش-ډلې-څلور-غړي-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com