دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۲
د مطلب کود : 262155
د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د داعش ډلې څلور غړي وژل شوي دي
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکز اعلان کړی، چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه په عملیاتو کې د داعش څلور وسله وال وژل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان پوځی چارواکو ویلی دی: د داعش دغه جنګیالی په بمی چاودنو، د پاکستان په امنیتی ځواکونو حملو او نورو ترهګریزو فعالیتونو کښې لاس لرل.
 
په وژل شویو کې د قومندان محمد داوود، محمد یعقوب، عبدالله خان ګل او محمد لایق سردار نومونه شامل دي.
 
بايد يادونه وشي: په داسې حال کې چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې تل د ډېرو سخت دريځو او افراطي مذهبي ډلو اصلي ټاټوبی دی، دغه هېواد تل په بېلابېلو دلايلو افغانستان په دې جغرافیه کې د ترهګرو ډلو په شتون تورنوي.
 
https://avapress.com/vdcgnx9xnak93q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته