کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پکتیکا له زلزله ځپلو سره د قزاقستان د مرستو قدرداني وکړه

23 قوس 1401 ساعت 12:15

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې له زلزله ځپلو سره د قزاقستان له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې دا مرستې د هوا په سړه کېدو په یوه مهم وخت کې اړمنو ته رسېږي.


آوا - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مطبوعاتي مسؤل پیټر کیسلر پرون سه شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د قزاقستان مرستې به روانه اوونۍ د برمل او ګیان سیمو زلزله ځپلو ته ورسېږي.
 
د ښاغلي کیسلر په وینا له زلزله ځپلو سره د قزاقستان په مرستو کې ګرمې جامې، کمپلې، غالۍ او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
 
د روان کال د جون په ٢٢مه د افغانستان ځينې برخې ولړزولې زلزلې د پکتيکا په برمل او ګيان کې زرګونه کورونه ويجاړ کړل او تر زرو ډېر کسان يې ووژل.
 


د مطلب کود: 262312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262312/د-ملګرو-ملتونو-عالي-کمېشنرۍ-پکتیکا-له-زلزله-ځپلو-سره-قزاقستان-مرستو-قدرداني-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com