دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 262312
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پکتیکا له زلزله ځپلو سره د قزاقستان د مرستو قدرداني وکړه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې له زلزله ځپلو سره د قزاقستان له مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې دا مرستې د هوا په سړه کېدو په یوه مهم وخت کې اړمنو ته رسېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مطبوعاتي مسؤل پیټر کیسلر پرون سه شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د قزاقستان مرستې به روانه اوونۍ د برمل او ګیان سیمو زلزله ځپلو ته ورسېږي.
 
د ښاغلي کیسلر په وینا له زلزله ځپلو سره د قزاقستان په مرستو کې ګرمې جامې، کمپلې، غالۍ او نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
 
د روان کال د جون په ٢٢مه د افغانستان ځينې برخې ولړزولې زلزلې د پکتيکا په برمل او ګيان کې زرګونه کورونه ويجاړ کړل او تر زرو ډېر کسان يې ووژل.
 
https://avapress.com/vdcb85b55rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته