کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړیوالې ټولنې نغدي مرسته؛ د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بسته کابل ته راورسېده

23 قوس 1401 ساعت 15:21

د هېواد مرکزي بانک له افغانستان سره د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د نورو نغدو مرستو بسته اعلان کړه.


آوا: د مرکزی بانک د شمیرو له مخې، په افغانستان باندې د اسلامی امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدی مرستو ټولیز اندازه څه باندې یو میلیارد او ۷۹۳ ملیون ډالرو ته رسیدلې ده.
 
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له افغانستان سره د بشري مرستو د یوې برخې په توګه د کابل په یوه سوداګریز بانک کې شوې دي.
 
تر اوسه د دغو مرستو د کارولو په اړه معلومات نشته او تر اوسه یې څومره کارول شوي دي. د دغو مرستو سرچینه هم روښانه نه ده.
 


د مطلب کود: 262338

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262338/د-نړیوالې-ټولنې-نغدي-مرسته-۴۰-میلیونه-ډالرو-بسته-کابل-ته-راورسېده

آوا
  https://www.avapress.com