دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 262338
د نړیوالې ټولنې نغدي مرسته؛ د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بسته کابل ته راورسېده
د هېواد مرکزي بانک له افغانستان سره د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د نورو نغدو مرستو بسته اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د مرکزی بانک د شمیرو له مخې، په افغانستان باندې د اسلامی امارت له بیا واک ته رسیدو وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدی مرستو ټولیز اندازه څه باندې یو میلیارد او ۷۹۳ ملیون ډالرو ته رسیدلې ده.
 
د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له افغانستان سره د بشري مرستو د یوې برخې په توګه د کابل په یوه سوداګریز بانک کې شوې دي.
 
تر اوسه د دغو مرستو د کارولو په اړه معلومات نشته او تر اوسه یې څومره کارول شوي دي. د دغو مرستو سرچینه هم روښانه نه ده.
 
https://avapress.com/vdcjt8e8ouqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته