کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې دولتي ځمکې په شنو ځایونو بدل کیږي

25 قوس 1401 ساعت 12:09

د هرات ښار د شنه فضاء کمېټې د والي په مشرۍ او د دغه ولایت د دولتي ادارو د رئیسانو په ګډون پرېکړه وکړه چې د دولتي ځمکو له پېژندلو وروسته دې د ښار د زرغونتیا لپاره اقدام وکړي.


آوا - هرات: د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار پرون پنجشنبه د قوس په ۲۴ مه د هرات د شنه فضايي کمېټې په غونډه کې اعلان وکړ چې دغه کمېټه چې بېلابېل رياستونه په کې شامل دي، له بېلابېلو سيمو څخه د ټولو دولتي املاکو د معلوماتو راغونډولو کار کوي، ترڅو د ښار او د هوايي ډګر د لارې الی میرداوود سیمی پوری دولتي ځمکې په ډاګه کړی او په شنه ځای بدل کړي.

 
دي دغه راز زياته کړه: دغه کميټه د هرات ښار د زرغونتيا د پراختيا په خاطر د نيالګيو د ايښودلو د څرنګوالي په باب کار کوي، څو د ښار د زرغون پروګرام په سمه توګه د تطبيق لپاره هراړخيز پلان په لاره واچول شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د هرات ښاروالۍ او اوبو رسولو مسوولينو هم ټينګار وکړ، چې هڅه کوي د اړوندو ادارو په همکارۍ د شنو ساحو د اوبو زېرمې برابرې کړي.
 
د هرات ښار د شنو ساحو د پراختيا کمېټې د ونو د کرلو او د شنو ساحو د ساتنې په برخه کې له ټولو ښاريانو او ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
هرات ولایت حاصل خیزه او نسبتاً شنې ځمکې لري.


د مطلب کود: 262417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262417/په-هرات-کې-دولتي-ځمکې-شنو-ځایونو-بدل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com