دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 262417
په هرات کې دولتي ځمکې په شنو ځایونو بدل کیږي
د هرات ښار د شنه فضاء کمېټې د والي په مشرۍ او د دغه ولایت د دولتي ادارو د رئیسانو په ګډون پرېکړه وکړه چې د دولتي ځمکو له پېژندلو وروسته دې د ښار د زرغونتیا لپاره اقدام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار پرون پنجشنبه د قوس په ۲۴ مه د هرات د شنه فضايي کمېټې په غونډه کې اعلان وکړ چې دغه کمېټه چې بېلابېل رياستونه په کې شامل دي، له بېلابېلو سيمو څخه د ټولو دولتي املاکو د معلوماتو راغونډولو کار کوي، ترڅو د ښار او د هوايي ډګر د لارې الی میرداوود سیمی پوری دولتي ځمکې په ډاګه کړی او په شنه ځای بدل کړي.
 
دي دغه راز زياته کړه: دغه کميټه د هرات ښار د زرغونتيا د پراختيا په خاطر د نيالګيو د ايښودلو د څرنګوالي په باب کار کوي، څو د ښار د زرغون پروګرام په سمه توګه د تطبيق لپاره هراړخيز پلان په لاره واچول شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د هرات ښاروالۍ او اوبو رسولو مسوولينو هم ټينګار وکړ، چې هڅه کوي د اړوندو ادارو په همکارۍ د شنو ساحو د اوبو زېرمې برابرې کړي.
 
د هرات ښار د شنو ساحو د پراختيا کمېټې د ونو د کرلو او د شنو ساحو د ساتنې په برخه کې له ټولو ښاريانو او ادارو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
هرات ولایت حاصل خیزه او نسبتاً شنې ځمکې لري.
https://avapress.com/vdchziniq23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته