کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوې نسبتاً زورورې زلزلې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول

26 قوس 1401 ساعت 10:22

د جمعې په شپه شاوخوا ۱۱:۱۱ دقیقي د رېښتر په کچه ۴ درجي زلزلې د ورزګان ولایت مرکز او د پلازمېنې په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه ولړزول.


آوا - کابل: د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز اعلان کړی چې د ریشتر په کچه ۴ درجي زلزلې مرکز د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار او د ځمکې له سطحې څخه ۱۰ کیلومتره ژوروالی درلود، د هیواد ځینې برخې یې ولړزولې.
 
دا زلزله په کابل ښار او شاوخوا ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
 
  افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې وخت په وخت زلزلې پکي رامنځته کېږي، د روان کال په پسرلي کې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې خونړۍ زلزلې وشوې، چې له امله يې تر سلو ډېر کسان ووژل شول، له پنځلس سوو ډېر ټپيان او په زرګونو کورونه هم ویجاړ شول.
 
د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته.
 


د مطلب کود: 262437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262437/یوې-نسبتا-زورورې-زلزلې-د-پلازمېنې-په-ګډون-افغانستان-یو-شمېر-ولایتونه-ولړزول

آوا
  https://www.avapress.com