دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 262437
یوې نسبتاً زورورې زلزلې د پلازمېنې په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول
د جمعې په شپه شاوخوا ۱۱:۱۱ دقیقي د رېښتر په کچه ۴ درجي زلزلې د ورزګان ولایت مرکز او د پلازمېنې په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه ولړزول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز اعلان کړی چې د ریشتر په کچه ۴ درجي زلزلې مرکز د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار او د ځمکې له سطحې څخه ۱۰ کیلومتره ژوروالی درلود، د هیواد ځینې برخې یې ولړزولې.
 
دا زلزله په کابل ښار او شاوخوا ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
 
  افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى چې وخت په وخت زلزلې پکي رامنځته کېږي، د روان کال په پسرلي کې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې خونړۍ زلزلې وشوې، چې له امله يې تر سلو ډېر کسان ووژل شول، له پنځلس سوو ډېر ټپيان او په زرګونو کورونه هم ویجاړ شول.
 
د دغې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته.
 
https://avapress.com/vdcjt8e8auqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته