کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان مرکزي بانک به سبا ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کړي

26 قوس 1401 ساعت 15:53

د افغانستان مرکزي بانک د ملي اسعارو د ارزښت د ساتلو په موخه سبا یکشنبه (قوس ۲۷) د ۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې نن سې شنبه (قوس ۲۶) د ۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام په اړه اعلان وکړ.
 
د دغه بانک له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هر هغه شرکت یا تبادله چې غواړي په ټاکلې اندازه پیسې واخلي باید خپل موجودیت اعلان کړي.
 
په دې اعلامیه کې مرکزي بانک دا هم ویلي چې "د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور په ټاکلې موده کې د نغدو پیسو په توګه د افغانستان بانک ته وسپاري."
 
په ورته وخت کې د افغانستان بانک د ملي اسعارو د ارزښت د ساتلو او په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د بازار د کنټرول په موخه وخت په وخت په بازار کې د ډالرو اندازه وړاندې کوي.
 


د مطلب کود: 262470

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262470/د-افغانستان-مرکزي-بانک-سبا-۱۳-میلیونه-ډالره-لیلام-کړي

آوا
  https://www.avapress.com