دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 262470
د افغانستان مرکزي بانک به سبا ۱۳ میلیونه ډالره لیلام کړي
د افغانستان مرکزي بانک د ملي اسعارو د ارزښت د ساتلو په موخه سبا یکشنبه (قوس ۲۷) د ۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې نن سې شنبه (قوس ۲۶) د ۱۳ میلیونه امریکايي ډالرو د لیلام په اړه اعلان وکړ.
 
د دغه بانک له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هر هغه شرکت یا تبادله چې غواړي په ټاکلې اندازه پیسې واخلي باید خپل موجودیت اعلان کړي.
 
په دې اعلامیه کې مرکزي بانک دا هم ویلي چې "د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل پور په ټاکلې موده کې د نغدو پیسو په توګه د افغانستان بانک ته وسپاري."
 
په ورته وخت کې د افغانستان بانک د ملي اسعارو د ارزښت د ساتلو او په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د بازار د کنټرول په موخه وخت په وخت په بازار کې د ډالرو اندازه وړاندې کوي.
 
https://avapress.com/vdcgux9xzak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته