کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د مامورینو معاشونه تنظیم شول

30 قوس 1401 ساعت 9:51

د غزني یو شمېر ښوونکي او چارواکي وايي، سږ کال یې د معاشونو ورکړه منظمه شوې او د هرې میاشتې تر ۲۵ مې معاشونه ورکول کېږي.


آوا - غزني: د غزني دولتي چارواکي خوښ دي چې معاشونه یې په منظم ډول ورکول کیږي. د غزني یوه دولتي چارواکي فقیر حسین آوا ته وویل، تېر کال په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته هره میاشت د دوی معاشونه په منظم ډول نه ورکول کیده او موږ له څو میاشتو صبر وروسته معاش ترلاسه کول، خو دا کال کې د تیر کال په څیر نهخ دي، بلکي په منظم ډول معاشونه راکول کیږي او د هرې میاشتې تر ۲۵ پورې معاشونه بانکي حساب ته لیږدول کیږي.
 
یوه ښوونکي سید انور شاه هم آوا ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې زموږ معاشونه د تېر حکومت په څېر منظم شوي او د هرې میاشتې تر ۲۵ مې معاشونه ورکول کېږي.
 
د هغه په ​​وينا، د جمهوري نظام د ړنګېدو په پيل کې د څو مياشتو معاشونه ناوخته ورکول کېدل.
 
د غزني سیمه ییز چارواکي هم ژمنه کوي چې له اوس څخه به د افسرانو او ښوونکو معاشونه نه ځنډوي.
 
باید وویل شي چې د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې داسلامي امارت او غیر رسمي نظام په خلاف د بندیزونو له لګولو سره ډیر خلک اندیښمن وو چې نوی حکومت به د مالي ستونزو له امله د معاشونو د ورکولو او یا هم ځنډولو ته اړ شي.
 


د مطلب کود: 262642

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262642/په-غزني-کې-د-مامورینو-معاشونه-تنظیم-شول

آوا
  https://www.avapress.com