دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 262642
په غزني کې د مامورینو معاشونه تنظیم شول
د غزني یو شمېر ښوونکي او چارواکي وايي، سږ کال یې د معاشونو ورکړه منظمه شوې او د هرې میاشتې تر ۲۵ مې معاشونه ورکول کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د غزني دولتي چارواکي خوښ دي چې معاشونه یې په منظم ډول ورکول کیږي. د غزني یوه دولتي چارواکي فقیر حسین افغان غږ خبری آژانس ته وویل، تېر کال په هېواد کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته هره میاشت د دوی معاشونه په منظم ډول نه ورکول کیده او موږ له څو میاشتو صبر وروسته معاش ترلاسه کول، خو دا کال کې د تیر کال په څیر نهخ دي، بلکي په منظم ډول معاشونه راکول کیږي او د هرې میاشتې تر ۲۵ پورې معاشونه بانکي حساب ته لیږدول کیږي.
 
یوه ښوونکي سید انور شاه هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې زموږ معاشونه د تېر حکومت په څېر منظم شوي او د هرې میاشتې تر ۲۵ مې معاشونه ورکول کېږي.
 
د هغه په ​​وينا، د جمهوري نظام د ړنګېدو په پيل کې د څو مياشتو معاشونه ناوخته ورکول کېدل.
 
د غزني سیمه ییز چارواکي هم ژمنه کوي چې له اوس څخه به د افسرانو او ښوونکو معاشونه نه ځنډوي.
 
باید وویل شي چې د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې داسلامي امارت او غیر رسمي نظام په خلاف د بندیزونو له لګولو سره ډیر خلک اندیښمن وو چې نوی حکومت به د مالي ستونزو له امله د معاشونو د ورکولو او یا هم ځنډولو ته اړ شي.
 
https://avapress.com/vdchkinii23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته