کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو څلورو میاشتو کې په اروپا کې د ګازو په مصرف کې ۲۰ سلنه کمښت راغلي دي

30 قوس 1401 ساعت 12:14

د اروپايي ټولنې د احصایې ادارې پرون سه شنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۴ میاشتو کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ګازو مصرف ۲۰ سلنه کم شوی دی.


آوا - کابل: دغه سازمان د دغو هېوادونو د اتباعو له خوا د ګازو د ۲۰ سلنه کمښت تدریجي او بریالی اقدام بللی دی.
 
د اروپايي اتحادیې د احصایې د څانګې چارواکو خوشبیني څرګنده کړې چې د سونګ موادو دا ډول کمښت به پر روسیې د ګازو د انحصار د ختمیدو لامل شي.
 
بايد يادونه وشي چې پر اوکراين د روسيې له بريد وروسته اروپايي هېوادونو ته د روسيې د ګازو صادرات په بې ساري ډول کم شوي او د دغو هېوادونو خلک د انرژۍ له بې ساري بحران سره مخ دي، په تېره بيا په سړه موسم کې.
 


د مطلب کود: 262665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262665/په-تیرو-څلورو-میاشتو-کې-اروپا-د-ګازو-مصرف-۲۰-سلنه-کمښت-راغلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com