دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 262665
په تیرو څلورو میاشتو کې په اروپا کې د ګازو په مصرف کې ۲۰ سلنه کمښت راغلي دي
د اروپايي ټولنې د احصایې ادارې پرون سه شنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۴ میاشتو کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ګازو مصرف ۲۰ سلنه کم شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه سازمان د دغو هېوادونو د اتباعو له خوا د ګازو د ۲۰ سلنه کمښت تدریجي او بریالی اقدام بللی دی.
 
د اروپايي اتحادیې د احصایې د څانګې چارواکو خوشبیني څرګنده کړې چې د سونګ موادو دا ډول کمښت به پر روسیې د ګازو د انحصار د ختمیدو لامل شي.
 
بايد يادونه وشي چې پر اوکراين د روسيې له بريد وروسته اروپايي هېوادونو ته د روسيې د ګازو صادرات په بې ساري ډول کم شوي او د دغو هېوادونو خلک د انرژۍ له بې ساري بحران سره مخ دي، په تېره بيا په سړه موسم کې.
 
https://avapress.com/vdcceiqip2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته