کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ښځو د ځان بسیاینې په موخه د ښځو لومړنی دایمي نندارتون پرانیستل شو

1 جدی 1401 ساعت 11:59

د ښځو د ځان بسیاینې، د لاسي صنایعو د ودې او د هغوی د خرڅلاو د اسانتیا په هدف په کابل کې د ښځو لومړنی دایمي نندارتون پرانیستل شو.


آوا - کابل: د ښځو د تولیداتو او لاسي صنایعو لومړنی دایمي نندارتون پرون ماښام په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا پرانستل شو.
 
دغه نندارتون د ښځو د ځان بسیاینې، د لاسي صنایعو د ودې او د سوداګرو ښځو لپاره د خرڅلاو د اسانتیا په موخه په لاره اچول شوی دی.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې ممتاز يوسفي د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل: د دايمي نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د افغان مېرمنو د توليداتو د نندارې وړتيا ده.
 
ده دغه راز وويل: د دغه شان نندارتونونو په جوړولو سره به د ښځو توليدات بهر ته صادر شي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د اداري پلاوي غړې فريبا نوري هم وويل: د يو دايمي نندارتون په جوړولو سره ټولې سوداګرې ښځې تر يوه چت لاندې راټولې شوې دي.
 
په همدې حال کې یو شمېر مسلکي سوداګرې ښځې د محدودیتونو له زیاتوالي او د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او په لا زیاتې اسانتیا ټینګار کوي.
 
د دغه نندارتون يوې ګډونوالې شکريې شمس وويل، چې د محصولاتو د خرڅلاو لپاره د بازار د نشتوالي له امله زياتره ښځو خپل کاروبارونه تړلي دي.
 
هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره د ښځو د کار بار د پام وړ کم شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد د مرکز او ولايتونو په کچه د کورنيو توليداتو د نندارتونونو په جوړولو کې زياتوالى راغلى دى.
 


د مطلب کود: 262721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262721/په-کابل-کې-د-ښځو-ځان-بسیاینې-موخه-لومړنی-دایمي-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com