دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 262721
په کابل کې د ښځو د ځان بسیاینې په موخه د ښځو لومړنی دایمي نندارتون پرانیستل شو
د ښځو د ځان بسیاینې، د لاسي صنایعو د ودې او د هغوی د خرڅلاو د اسانتیا په هدف په کابل کې د ښځو لومړنی دایمي نندارتون پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښځو د تولیداتو او لاسي صنایعو لومړنی دایمي نندارتون پرون ماښام په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا پرانستل شو.
 
دغه نندارتون د ښځو د ځان بسیاینې، د لاسي صنایعو د ودې او د سوداګرو ښځو لپاره د خرڅلاو د اسانتیا په موخه په لاره اچول شوی دی.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشرې ممتاز يوسفي د دغه نندارتون د پرانيستې پر مهال وويل: د دايمي نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د افغان مېرمنو د توليداتو د نندارې وړتيا ده.
 
ده دغه راز وويل: د دغه شان نندارتونونو په جوړولو سره به د ښځو توليدات بهر ته صادر شي.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د اداري پلاوي غړې فريبا نوري هم وويل: د يو دايمي نندارتون په جوړولو سره ټولې سوداګرې ښځې تر يوه چت لاندې راټولې شوې دي.
 
په همدې حال کې یو شمېر مسلکي سوداګرې ښځې د محدودیتونو له زیاتوالي او د کاري فرصتونو له نشتوالي شکایت کوي او په لا زیاتې اسانتیا ټینګار کوي.
 
د دغه نندارتون يوې ګډونوالې شکريې شمس وويل، چې د محصولاتو د خرڅلاو لپاره د بازار د نشتوالي له امله زياتره ښځو خپل کاروبارونه تړلي دي.
 
هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره د ښځو د کار بار د پام وړ کم شوی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد د مرکز او ولايتونو په کچه د کورنيو توليداتو د نندارتونونو په جوړولو کې زياتوالى راغلى دى.
 
https://avapress.com/vdcf00d0yw6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته