کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې سرپرست وزیر فاریاب ته سفر وکړ

1 جدی 1401 ساعت 16:03

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د کرنې وزارت سرپرست د کرنې د وضعیت د څېړلو او د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو رئیس نورالهدا متوکل آوا ته وویل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاء الله عمري نن پنجشنبه میمنې ته راورسید.
 
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې سرپرست وزیر له ولایتي چارواکو سره د لیدنې، د کرنې او مالدارۍ د وضعیت، د اوبو د بندونو د جوړولو او د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو له بهیر څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.
 
متوکل وويل، چې د کرنې وزارت سرپرست ميمنې ښار ته له رسېدو وروسته لومړى له سيمه ييزو چارواکو او د کرنې رياست له مسوولينو سره وکتل او د خپل سفر نورې موخې يې هم عملي کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو شمال ته سفرونه کړي دي.
 


د مطلب کود: 262731

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262731/د-کرنې-سرپرست-وزیر-فاریاب-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com