دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 262731
د کرنې سرپرست وزیر فاریاب ته سفر وکړ
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د کرنې وزارت سرپرست د کرنې د وضعیت د څېړلو او د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د کرنې ریاست د کرنیزو خدمتونو رئیس نورالهدا متوکل افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاء الله عمري نن پنجشنبه میمنې ته راورسید.
 
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې سرپرست وزیر له ولایتي چارواکو سره د لیدنې، د کرنې او مالدارۍ د وضعیت، د اوبو د بندونو د جوړولو او د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو له بهیر څخه د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.
 
متوکل وويل، چې د کرنې وزارت سرپرست ميمنې ښار ته له رسېدو وروسته لومړى له سيمه ييزو چارواکو او د کرنې رياست له مسوولينو سره وکتل او د خپل سفر نورې موخې يې هم عملي کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو میاشتو کې یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو شمال ته سفرونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgwx9xqak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته