کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د درملو تولید په هیواد کې د نړیوالو معیارونو سره سم وده کوي

7 جدی 1401 ساعت 14:59

د خوړو او درملو د ملي ادارې رئیس عبدالباري عمر د درملو له یو شمېر صنعت کارانو سره په کتنه کې د درملو د کیفیت او معیاري کېدو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې باید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ لا ډېر کار وشي.


آوا - کابل: د خوړو او درملو ملي ادارې نن چهارشنبه (جدی ۷ ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې رئیس عبدالباري عمر د هېواد له یو شمېر درمل جوړونکو سره وکتل.
 
په ورته وخت کې عبدالباري عمر د درمل جوړولو سکتور پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې حل کړي او زیاته یې کړه، چې د قانون او معیارونو له مخې به پانګوالو او د درملو تولیدونکو ته اسانتیاوې برابروي.
 
د خوړو او درملو د ملي ادارې رئيس د درملو د کيفيت او معياري کېدو ترڅنګ د کورنيو توليداتو پر پراختيا هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې بايد د نړيوالو قوانينو او معيارونو پر بنسټ زيات کار وشي.
 
دواړو پانګوالو او د درملو تولیدونکو د خوړو او درملو د ملي ادارې د اصولو او مقرراتو د تطبیق ترڅنګ د دغې ادارې او خصوصي سکتور په همغږۍ ټینګار وکړ.
 
په ورته وخت کې په پلازمېنه کې د درملو د بیو د لوړوالي په اړه د یو شمېر ناروغانو له شکایتونو وروسته درمل پلورونکي وايي چې د مالیاتو، ګمرکونو زیاتوالی او د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې لوړوالی د دې لامل شوی دی.
 


د مطلب کود: 263036

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263036/د-درملو-تولید-په-هیواد-کې-نړیوالو-معیارونو-سره-سم-وده-کوي

آوا
  https://www.avapress.com