دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 263036
د درملو تولید په هیواد کې د نړیوالو معیارونو سره سم وده کوي
د خوړو او درملو د ملي ادارې رئیس عبدالباري عمر د درملو له یو شمېر صنعت کارانو سره په کتنه کې د درملو د کیفیت او معیاري کېدو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې باید د نړیوالو قوانینو پر بنسټ لا ډېر کار وشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو او درملو ملي ادارې نن چهارشنبه (جدی ۷ ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د خوراکي توکو او درملو د ملي ادارې رئیس عبدالباري عمر د هېواد له یو شمېر درمل جوړونکو سره وکتل.
 
په ورته وخت کې عبدالباري عمر د درمل جوړولو سکتور پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې حل کړي او زیاته یې کړه، چې د قانون او معیارونو له مخې به پانګوالو او د درملو تولیدونکو ته اسانتیاوې برابروي.
 
د خوړو او درملو د ملي ادارې رئيس د درملو د کيفيت او معياري کېدو ترڅنګ د کورنيو توليداتو پر پراختيا هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې په دې برخه کې بايد د نړيوالو قوانينو او معيارونو پر بنسټ زيات کار وشي.
 
دواړو پانګوالو او د درملو تولیدونکو د خوړو او درملو د ملي ادارې د اصولو او مقرراتو د تطبیق ترڅنګ د دغې ادارې او خصوصي سکتور په همغږۍ ټینګار وکړ.
 
په ورته وخت کې په پلازمېنه کې د درملو د بیو د لوړوالي په اړه د یو شمېر ناروغانو له شکایتونو وروسته درمل پلورونکي وايي چې د مالیاتو، ګمرکونو زیاتوالی او د افغانیو پر وړاندې د ډالر د بیې لوړوالی د دې لامل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcfmmd0vw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته