کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر ودرول شو/ ستونزه به ژر حل شي

8 جدی 1401 ساعت 12:08

د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر د تخنیکي ستونزو له امله ودرول شو.


آوا - کابل: د دغه ریاست چارواکي وايي، چې په درېیو تر څلورو ورځو کې به د دغه ولایت ستونزه هواره شي.
 
له بلې خوا د احصایې او اطلاعاتو وزارت ځینې سرچینې وايي، چې د برېښنايي تذکرو د ثبت پاڼې له ستونزو سره مخ دي.
 
په همدې حال کې د پاسپورټ د وېش بهیر هم په ټپه درېدلی او هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ دجمهوریت په وخت کې پیل شوه او داسلامي امارت له راتګ سره سم یې دوام وکړ خو هیوادوال یې د امارت په دوره کې د لګښت له زیاتوالي شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 263078

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263078/د-برېښنايي-تذکرو-وېش-بهیر-ودرول-شو-ستونزه-ژر-حل-شي

آوا
  https://www.avapress.com