دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 263078
د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر ودرول شو/ ستونزه به ژر حل شي
د احصایې او اطلاعاتو اداره وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر د تخنیکي ستونزو له امله ودرول شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست چارواکي وايي، چې په درېیو تر څلورو ورځو کې به د دغه ولایت ستونزه هواره شي.
 
له بلې خوا د احصایې او اطلاعاتو وزارت ځینې سرچینې وايي، چې د برېښنايي تذکرو د ثبت پاڼې له ستونزو سره مخ دي.
 
په همدې حال کې د پاسپورټ د وېش بهیر هم په ټپه درېدلی او هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
د الکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ دجمهوریت په وخت کې پیل شوه او داسلامي امارت له راتګ سره سم یې دوام وکړ خو هیوادوال یې د امارت په دوره کې د لګښت له زیاتوالي شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcbzfb5wrhb0gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته