کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د تبیان د مرکز د شهیدانو پنځم تلین ونمانځل شو

10 جدی 1401 ساعت 13:41

په کابل کې د تبیان مرکز او د آوا پر مرکزي دفتر د ۱۳۹۶ کال د جدی د میاشتې د اوومې نیټې د خونړي تروریستي برید پنځمه کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې بلخ ولایت د علماوو، دولتي چارواکو، مخورو، د رسنیو او ځوانانو په ګډون ونمانځل شوه.


آوا - مزار شریف: دغه مراسم نن (شنبه، جدی ۱۰) د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د استازیو، علماوو، مخورو، د رسنیو د خلکو او ځوانانو په حضور کې ترسره شول.
 
د دې مراسمو ویناوال حجت الاسلام علي اکبر نورالحق؛ په مزارشريف کې د تبيان د نماينده ګۍ مشر حجت الاسلام سيد سجاد علمي، د بلخ د شيعه علماوو شورا مرستيال نصرالله هوتک، د خبريالانو په استازيتوب د دغه ولايت د رسنيو د دفتر مسئول سيد محمد يزدان پرست، په شمال زون کې د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر محمد طاهر فردين نوروزي د شهيدانو پر مقام او د رسنيو پر ارزښت خبرې وکړې.
 
د دغې غونډې ويناوالو د تبيان مرکز او د افغان غږ خبري آژانس يو الهي، ستر او ارزښتناک حرکت وباله او ټينګار يې وکړ چې دغه مرکز تل د ټولنې د ويښتيا او بصيرت په لاره کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
 
دوی دغه راز له رسنیو څخه د حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، رسنۍ د هېواد په وده او پرمختګ کې ځانګړی ځای لري او حکومت یې باید ملاتړ وکړي.
 
دا مراسم په داسې حال کې ترسره شول، چې د ۱۳۹۶ کال د جدی په ۷ مه په کابل کې د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو مرکز او د افغان غږ خبري آژانس پر مرکزي دفتر د ترهګریز برید په پایله کې ۵۲ تنه د رسنی او محصلینو په ګډون شهیدان او تر ۹۰ زیات نور ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 263147

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263147/په-بلخ-کې-د-تبیان-مرکز-شهیدانو-پنځم-تلین-ونمانځل-شو

آوا
  https://www.avapress.com