دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 263147
په بلخ کې د تبیان د مرکز د شهیدانو پنځم تلین ونمانځل شو
په کابل کې د تبیان مرکز او د آوا پر مرکزي دفتر د ۱۳۹۶ کال د جدی د میاشتې د اوومې نیټې د خونړي تروریستي برید پنځمه کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې بلخ ولایت د علماوو، دولتي چارواکو، مخورو، د رسنیو او ځوانانو په ګډون ونمانځل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: دغه مراسم نن (شنبه، جدی ۱۰) د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د استازیو، علماوو، مخورو، د رسنیو د خلکو او ځوانانو په حضور کې ترسره شول.
 
د دې مراسمو ویناوال حجت الاسلام علي اکبر نورالحق؛ په مزارشريف کې د تبيان د نماينده ګۍ مشر حجت الاسلام سيد سجاد علمي، د بلخ د شيعه علماوو شورا مرستيال نصرالله هوتک، د خبريالانو په استازيتوب د دغه ولايت د رسنيو د دفتر مسئول سيد محمد يزدان پرست، په شمال زون کې د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر محمد طاهر فردين نوروزي د شهيدانو پر مقام او د رسنيو پر ارزښت خبرې وکړې.
 
د دغې غونډې ويناوالو د تبيان مرکز او د افغان غږ خبري آژانس يو الهي، ستر او ارزښتناک حرکت وباله او ټينګار يې وکړ چې دغه مرکز تل د ټولنې د ويښتيا او بصيرت په لاره کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
 
دوی دغه راز له رسنیو څخه د حکومت پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، رسنۍ د هېواد په وده او پرمختګ کې ځانګړی ځای لري او حکومت یې باید ملاتړ وکړي.
 
دا مراسم په داسې حال کې ترسره شول، چې د ۱۳۹۶ کال د جدی په ۷ مه په کابل کې د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو مرکز او د افغان غږ خبري آژانس پر مرکزي دفتر د ترهګریز برید په پایله کې ۵۲ تنه د رسنی او محصلینو په ګډون شهیدان او تر ۹۰ زیات نور ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdci5paryt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته