کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

11 جدی 1401 ساعت 9:46

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعیت دردونکی وباله.


آوا - کابل: ښاغلي کرزي پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې له دغو بندیانو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب او د ارزښتونو خلاف دی.
 
هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو له اصولو سره سم چلند وکړي.
 
د پاکستان په سندهـ صوبه او په خاصه توګه د کراچۍ په زندانونو کې د افغان مهاجرینو وضعیت کړکېچن بلل شوی دی.
 
ویل کېږي چې د پاکستان په دغو زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر نږدې ۱۴۰۰ تنه دی چې له ۳۰۰ ډېر ماشومان هم په کې دي.
 


د مطلب کود: 263183

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263183/حامد-کرزي-په-پاکستان-کې-د-افغان-کډوالو-وضعیت-اړه-اندېښنه-وښوده

آوا
  https://www.avapress.com