دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 263183
حامد کرزي په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعیت دردونکی وباله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلي کرزي پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي چې له دغو بندیانو سره د پاکستان د حکومت چلند نامناسب او د ارزښتونو خلاف دی.
 
هغه یو ځل بیا د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو له اصولو سره سم چلند وکړي.
 
د پاکستان په سندهـ صوبه او په خاصه توګه د کراچۍ په زندانونو کې د افغان مهاجرینو وضعیت کړکېچن بلل شوی دی.
 
ویل کېږي چې د پاکستان په دغو زندانونو کې د افغان بندیانو شمېر نږدې ۱۴۰۰ تنه دی چې له ۳۰۰ ډېر ماشومان هم په کې دي.
 
https://avapress.com/vdcivparpt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته