کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې خونړۍ چاودنه

11 جدی 1401 ساعت 11:03

د کورنیو چارو وزارت چارواکي د کابل د پوځي هوايي ډګر په بهرنۍ دروازه کې د چاودنې خبر ورکوي او وايي چې دغې چاودنې مرګ ژوبله هم اړولې ده.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د آوا خبریال ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د افغانستان د پوځی هوایی ډګر په بهرنۍ دروازه کې چاودنه وشوه.
 
ښاغلي ټکور په دې پېښه کې مرګ ژوبله تایید کړه، خو نوموړي د شمېرو په اړه جزئيات ورنه کړل.
 
په همدې حال کې يو شمېر عيني شاهدانو د آوا له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې دغه چاودنه نن سهار د اريا ښارګوټي په درېيم فاز کې شوې ده.
 
د دوی د څرګندونو پر بنسټ امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او مسافرو ته د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي.
 
تر اوسه کوم کس یا ډلې د نننۍ چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې داعش ترهګرې ډلې اکثره د ځانمرګو بریدونو او د سړکونو په غاړو کې د ماینونو ایښودلو پړه پر غاړه اخیستې ده.
 


د مطلب کود: 263195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263195/په-کابل-کې-خونړۍ-چاودنه

آوا
  https://www.avapress.com