دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 263195
په کابل کې خونړۍ چاودنه
د کورنیو چارو وزارت چارواکي د کابل د پوځي هوايي ډګر په بهرنۍ دروازه کې د چاودنې خبر ورکوي او وايي چې دغې چاودنې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د افغانستان د پوځی هوایی ډګر په بهرنۍ دروازه کې چاودنه وشوه.
 
ښاغلي ټکور په دې پېښه کې مرګ ژوبله تایید کړه، خو نوموړي د شمېرو په اړه جزئيات ورنه کړل.
 
په همدې حال کې يو شمېر عيني شاهدانو د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په اړيکه کې وويل چې دغه چاودنه نن سهار د اريا ښارګوټي په درېيم فاز کې شوې ده.
 
د دوی د څرګندونو پر بنسټ امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او مسافرو ته د تګ او راتګ اجازه نه ورکوي.
 
تر اوسه کوم کس یا ډلې د نننۍ چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې داعش ترهګرې ډلې اکثره د ځانمرګو بریدونو او د سړکونو په غاړو کې د ماینونو ایښودلو پړه پر غاړه اخیستې ده.
 
https://avapress.com/vdcb9fb5srhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته