کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۹ میاشتو کې د حیرتان ګمرک ۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي

11 جدی 1401 ساعت 12:33

د بلخ د حيرتان د ګمرک مسئولين وايي، چې د روان کال له پيله تر اوسه د دغه ګمرک عوايد نږدې اته ميليارده افغانيو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالى ښيي.


آوا - مزارشریف: د حیرتان ګمرک رئیس صفر محمد سحر نن یکشنبه د جدی ۱۱مه آوا ته وویل: د روان کال له پیل راهیسې ۷ میلیارده او ۸۶۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه عوايد د جمهوري رياست د وخت په پرتله ٦٠ سلنه زياتوالى ښيي.
 
د حیرتان د ګمرک رئيس زياته کړه، چې د حيرتان بندر له لارې د وارداتو زياتوالي د ګمرک په عوايدو کې زياتوالى راوستى دى.
 
حيرتان په بلخ کې د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى، چې له دې لارې د ګاونډيو هېوادونو ډېر خوراکي توکي هېواد ته داخلېږي.
 


د مطلب کود: 263201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263201/په-۹-میاشتو-کې-د-حیرتان-ګمرک-۸-میلیارده-افغانۍ-عواید-راټول-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com