دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 263201
په ۹ میاشتو کې د حیرتان ګمرک ۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي
د بلخ د حيرتان د ګمرک مسئولين وايي، چې د روان کال له پيله تر اوسه د دغه ګمرک عوايد نږدې اته ميليارده افغانيو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زياتوالى ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د حیرتان ګمرک رئیس صفر محمد سحر نن یکشنبه د جدی ۱۱مه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د روان کال له پیل راهیسې ۷ میلیارده او ۸۶۱ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه عوايد د جمهوري رياست د وخت په پرتله ٦٠ سلنه زياتوالى ښيي.
 
د حیرتان د ګمرک رئيس زياته کړه، چې د حيرتان بندر له لارې د وارداتو زياتوالي د ګمرک په عوايدو کې زياتوالى راوستى دى.
 
حيرتان په بلخ کې د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى، چې له دې لارې د ګاونډيو هېوادونو ډېر خوراکي توکي هېواد ته داخلېږي.
 
https://avapress.com/vdcjyte8vuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته