کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر پناهځایونو د برید په اړه څېړنه کوو

11 جدی 1401 ساعت 16:36

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد له رسنیو سره په مرکه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پناهځایونه له منځه یوسي.


آوا: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د جدی په ۱۰ مه د پاکستان له ایکسپریس ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، که اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان پناهځایونه له منځه یو نه سی پاکستان ښايي د دغو پناهځایونو د برید په اړه پلټنې وکړي.
 
نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان خوندي پټنځایونه له منځه یوسي. د هغه په ​​وينا، که داسې ونه شي، ښايي پاکستان د دغو پټنځايونو په نښه کولو غور وکړي.
 
باید وویل شي، چې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته دغې ډلې د پاکستان پر بېلابېلو ښارونو خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.
 
په تازه پېښه کې تحریک طالبان پاکستان په اسلام اباد کې د یوه ځانمرګي برید مسئولیت منلی دی.
 


د مطلب کود: 263218

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263218/پاکستان-په-افغانستان-کې-د-پاکستاني-طالبانو-پر-پناهځایونو-برید-اړه-څېړنه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com