دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 263218
پاکستان: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر پناهځایونو د برید په اړه څېړنه کوو
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد له رسنیو سره په مرکه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پناهځایونه له منځه یوسي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د جدی په ۱۰ مه د پاکستان له ایکسپریس ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، که اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان پناهځایونه له منځه یو نه سی پاکستان ښايي د دغو پناهځایونو د برید په اړه پلټنې وکړي.
 
نوموړي د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان خوندي پټنځایونه له منځه یوسي. د هغه په ​​وينا، که داسې ونه شي، ښايي پاکستان د دغو پټنځايونو په نښه کولو غور وکړي.
 
باید وویل شي، چې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته دغې ډلې د پاکستان پر بېلابېلو ښارونو خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.
 
په تازه پېښه کې تحریک طالبان پاکستان په اسلام اباد کې د یوه ځانمرګي برید مسئولیت منلی دی.
 
https://avapress.com/vdchzxni623n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته