دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 262455
د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي:

پاکستان د افغان کډوالو لپاره په بزرخ بدل شوی دی

پاکستان د افغان کډوالو لپاره په بزرخ بدل شوی دی
د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه لیک کې ویلي، چې په پاکستان کې د کډوالو د وضعیت د خوندیتوب لپاره د ملي قوانینو د نشتوالي له امله دا هیواد د افغانانو لپاره په برزخ بدل شوی او پر وړاندې یې کومه لاره نشته چې دوی وکولای شي په منظم ډول تعقیب کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بخښنې نړیوال سازمان سکرتر جنرال اګنیس کالمار پرون (جمعه، قوس ۲۵مه) د پاکستان لومړي وزیر ته یو لیک لیکلی او په دې برخه کې یې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري غوښتنه کړې ده.
 
د اګنیس کالمار په لیک کې راغلي چې پاکستان د کډوالو د خوندیتوب لپاره ملي قوانین نه لري او د کډوالو د وضعیت د ټاکلو لپاره روښانه کړنلاره نه لري.
 
د بښنې نړیوال سازمان د عمومي منشي په پرانیستي لیک کې راغلي چې په پاکستان کې د کډوالو د وضعیت د ملاتړ لپاره د ملي قوانینو د نشتوالي له امله افغانانو لپاره په برزخ بړل شوی او پر وړاندې یې کومه لاره نشته چې دوی ړکولای شي په منظم ډول تعقیب کړي.
 
د دې لیک په دوام کې راغلي چې په پاکستان کې مېشت افغانان تر ډېره له قانوني اسنادو پرته د کور جوړولو توان نه لري، ځکه دوی نه شي کولای د ځمکې خاوندان قانع کړي چې دوی ته کورونه په کرایه ورکړي، افغانان نه شي کولای بانکي حسابونه پرانیزي او یا له خپلو خپلوانو وغواړي چې په نوم پیسې ترلاسه کړي.
 
دوی هم د پیږندګلوي کاټونو د نشتوالي او د پاکستان د پالیسیو له امله نشي کولی خپل سیم کارتونه ترلاسه کړي.
 
د بښنې نړیوال سازمان سرمنشي په خپل لیک کې ویلي، له دې امله چې له افغانستانه پاکستان ته د تازه راغلو کډوالو ډېری د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د دغه هېواد پخواني دولتي کارکوونکي دي، له پاکستانه د دوی وتل ښايي ژوند له خطر سره مخ کړي.
 
اګنیس کالمار په دغه لیک کې ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت باید د بیان د آزادۍ او د سوله ییزو غونډو د ترسره کولو لپاره د کډوالو د حقونو ساتنه هم وکړي او د اسنادو د نه لرلو په پلمه د کډوالو د توقیف لړۍ باید ودرول شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له خوا د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو د نیولو لړۍ زیاته شوې او زرګونه افغانان له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.
 
تېره اوونۍ د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې د وېزې موده یې پای ته رسېدلې وه، له هېواده د وتلو ۱۶ ورځې وخت ورکړی. د دې پلان له مخی اسلام آباد د بهرنیو اتباعو لپاره د بخښنې پلان بولي، د دې کتګورۍ کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی چې که دوی له ټاکلې مودې څخه زیات پاتې شي او له جریمې پرته له دغه هیواده ونه وځي نو په بند محکوم شي او نومونه به یې و تور لیست ته اضافه شي.
 
https://avapress.com/vdcji8e8iuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته