کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۷ سلنه کم شوی

12 جدی 1401 ساعت 11:21

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د نی ادارې موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۷ سلنه کم شوی دی.


آوا - کابل: د نی د تاوتریخوالي د مخنیوي د نقشې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوې دي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې تېر کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۹ پېښې ثبت کړې وې.
 
د نی په اعلامیه کې راغلي: سره له دې، د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې د تاوتریخوالی د پېښو شمېر ۲۷ و، چې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه کموالی ښيي.
 
په روان کال کې د ثبت شوو ۱۳۲ پېښو له جملې څخه ۲ تنه وژل شوي، ۳ تنه مړ شوي، ۲ تنه ټپيان شوي، ۳ احضار شوي، ۵ ورک شوي، ۲۲ وهل شوي، ۴۶ د ګواښ او سپکاوي او ۴۹ تنه نیول شوي دي. په داسې حال کې چې تېر کال د نی دفتر د تاوتریخوالي ۱۵۹ پېښې ثبت شوې وې.
 
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره ټینګار کوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷ سلنه کموالی په دې معنا نه دی، چې افغانستان د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لپاره خوندي هېواد دی.
 
نی زیاته کړه: که څه هم موږ په ۲۰۲۲ کې د تاوتریخوالی پیښو کې کمښت ګورو، په ۲۰۲۲ کې د ژورنالیستانو وهل او نیول په لویه کچه پیښې شوي.
 
دغه بنسټ دا هم ویلي، چې په تېر یوه کال کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بېکاره شوي او له ۵۰ سلنې ډېرې ویډیويي رسنۍ، نږدې ۴۸ سلنه غږیزې رسنۍ، ټولې چاپي رسنۍ او ۸۰ سلنه خبري ادارې او انلاین رسنۍ بې کاره دي.
 


د مطلب کود: 263238

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263238/په-افغانستان-کې-د-خبریالانو-پر-وړاندې-تاوتریخوالی-۱۷-سلنه-کم-شوی

آوا
  https://www.avapress.com