دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 263238
په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۷ سلنه کم شوی
د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د نی ادارې موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۱۷ سلنه کم شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نی د تاوتریخوالي د مخنیوي د نقشې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت شوې دي.
 
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې تېر کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۵۹ پېښې ثبت کړې وې.
 
د نی په اعلامیه کې راغلي: سره له دې، د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې د تاوتریخوالی د پېښو شمېر ۲۷ و، چې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه کموالی ښيي.
 
په روان کال کې د ثبت شوو ۱۳۲ پېښو له جملې څخه ۲ تنه وژل شوي، ۳ تنه مړ شوي، ۲ تنه ټپيان شوي، ۳ احضار شوي، ۵ ورک شوي، ۲۲ وهل شوي، ۴۶ د ګواښ او سپکاوي او ۴۹ تنه نیول شوي دي. په داسې حال کې چې تېر کال د نی دفتر د تاوتریخوالي ۱۵۹ پېښې ثبت شوې وې.
 
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره ټینګار کوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷ سلنه کموالی په دې معنا نه دی، چې افغانستان د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لپاره خوندي هېواد دی.
 
نی زیاته کړه: که څه هم موږ په ۲۰۲۲ کې د تاوتریخوالی پیښو کې کمښت ګورو، په ۲۰۲۲ کې د ژورنالیستانو وهل او نیول په لویه کچه پیښې شوي.
 
دغه بنسټ دا هم ویلي، چې په تېر یوه کال کې سلګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بېکاره شوي او له ۵۰ سلنې ډېرې ویډیويي رسنۍ، نږدې ۴۸ سلنه غږیزې رسنۍ، ټولې چاپي رسنۍ او ۸۰ سلنه خبري ادارې او انلاین رسنۍ بې کاره دي.
 
https://avapress.com/vdcjtte8ouqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته