کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه خبرونه بې اساسه دي

12 جدی 1401 ساعت 14:30

د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او په افغانستان کې د دغه هېواد د احتمالي برید په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت تېره شپه (جدی ۱۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او احتمالي برید په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې د پاکستان له خوا په افغانستان کې دننه پاروونکي او بې بنسټه دي.
 
په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د پاکستاني مقاماتو له خوا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون ادعا د کابل او اسلام آباد اړيکې خرابوي.
 
د ملي دفاع وزارت اعلامیه زیاتوي: موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو او له خپل ګران هېواد څخه د دفاع په برخه کې تر بل هر چا ښه تجربه لرو.
 
د ملي دفاع وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي دي چې داسې شواهد شته چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په پاکستان کې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي وو چې: د نړیوالو قوانینو له مخې د هغه هیواد حق لري هغه ځای په نښه کړي چې له هغه ځایه برید کیږي.
 


د مطلب کود: 263252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263252/ملي-دفاع-وزارت-په-افغانستان-کې-د-پاکستاني-طالبانو-شتون-اړه-خبرونه-بې-اساسه-دي

آوا
  https://www.avapress.com