دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 263252
ملي دفاع وزارت: په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په اړه خبرونه بې اساسه دي
د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او په افغانستان کې د دغه هېواد د احتمالي برید په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت تېره شپه (جدی ۱۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او احتمالي برید په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې د پاکستان له خوا په افغانستان کې دننه پاروونکي او بې بنسټه دي.
 
په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي: د پاکستاني مقاماتو له خوا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون ادعا د کابل او اسلام آباد اړيکې خرابوي.
 
د ملي دفاع وزارت اعلامیه زیاتوي: موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو او له خپل ګران هېواد څخه د دفاع په برخه کې تر بل هر چا ښه تجربه لرو.
 
د ملي دفاع وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي دي چې داسې شواهد شته چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په پاکستان کې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي وو چې: د نړیوالو قوانینو له مخې د هغه هیواد حق لري هغه ځای په نښه کړي چې له هغه ځایه برید کیږي.
 
https://avapress.com/vdcftmd00w6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته