کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد د یوشمیر ولایتونو له دیني عالمانو سره د اسلامي امارت د رهبري شورا غونډه

13 جدی 1401 ساعت 11:51

د اسلامي امارت مشر ملا هبت اخندزاده د هیواد د بیلابیلو ولایتونو د دیني علماوو د سرتاسري شورا له یو شمیر غړو سره مشورتي ناسته وکړه او ټینګار یې وکړ چې د خلکو زیاتې ستونزې د مشورې له لارې حل کیږي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه (جدی ۱۳) د هیواد د مختلفو ولایتونو د دیني علماوو د سرتاسري شورا له یو شمیر غړو سره د ملاهبت الله اخندزاده د لیدنې په ترڅ کې اعلان وکړ.
 
په دې غونډه کې د هلمند، کندهار، نیمروز، پکتیا، پکتیکا، زابل ولایتونو دیني عالمانو او د اسلامي امارت یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.
 
په دې کتنه کې داسلامي امارت رهبري شورا په مشورې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خلکو زیاتې ستونزې د مشورې له لارې حل کیږي.
 
د اسلامي امارت مشر همداراز زیاته کړه چې دیني عالمان ډیر مسولیتونه لري چې دقیامت تر ورځې پورې به پای ته ونه رسیږي .
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت رهبر له دې وړاندې هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له ګڼ شمېر دیني عالمانو سره کتلي او خبرې اترې کړې دي.
 


د مطلب کود: 263301

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263301/د-هیواد-یوشمیر-ولایتونو-له-دیني-عالمانو-سره-اسلامي-امارت-رهبري-شورا-غونډه

آوا
  https://www.avapress.com