دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۱
د مطلب کود : 263301
د هیواد د یوشمیر ولایتونو له دیني عالمانو سره د اسلامي امارت د رهبري شورا غونډه
د اسلامي امارت مشر ملا هبت اخندزاده د هیواد د بیلابیلو ولایتونو د دیني علماوو د سرتاسري شورا له یو شمیر غړو سره مشورتي ناسته وکړه او ټینګار یې وکړ چې د خلکو زیاتې ستونزې د مشورې له لارې حل کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه (جدی ۱۳) د هیواد د مختلفو ولایتونو د دیني علماوو د سرتاسري شورا له یو شمیر غړو سره د ملاهبت الله اخندزاده د لیدنې په ترڅ کې اعلان وکړ.
 
په دې غونډه کې د هلمند، کندهار، نیمروز، پکتیا، پکتیکا، زابل ولایتونو دیني عالمانو او د اسلامي امارت یو شمیر مسؤلینو ګډون کړی وو.
 
په دې کتنه کې داسلامي امارت رهبري شورا په مشورې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خلکو زیاتې ستونزې د مشورې له لارې حل کیږي.
 
د اسلامي امارت مشر همداراز زیاته کړه چې دیني عالمان ډیر مسولیتونه لري چې دقیامت تر ورځې پورې به پای ته ونه رسیږي .
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت رهبر له دې وړاندې هم د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له ګڼ شمېر دیني عالمانو سره کتلي او خبرې اترې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcawenu649nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته