کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مجاهد: پاکستان دې له بې اساسه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي

14 جدی 1401 ساعت 11:55

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې له اسلام آباد څخه غوښتي، چې له بې اساسه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي، چې د هیڅ لوري په ګټه نه وي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون (جدی ۱۳) په یوه خبرپاڼه کې له پاکستانه غوښتي چې له بې اساسه او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي.
 
مجاهد ویلي، چې اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب ښې اړیکې غواړي، خو د اسلام اباد د چارواکو څرګندونې د اسلامي امارت لپاره د افسوس لامل دی.
 
مجاهد ټینګار کړی، لکه څنګه چې اسلامي امارت د هېواد امنیت او ثبات ته ژمن دی، د ټولې سیمې امنیت او ثبات غواړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
 
د حکومت ویاند یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به نه یوازې د پاکستان بلکې د کوم هېواد پر ضد کارول کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي ټي پي" اډې د افغانستان په خاوره کې دي او پاکستان چې کله وغواړي، پرې بریدونه کوي.
 


د مطلب کود: 263370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263370/مجاهد-پاکستان-دې-له-بې-اساسه-او-پارونکو-څرګندونو-ډډه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com