کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او سخت باران امکان

17 جدی 1401 ساعت 14:09

د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د شنبې او یکشنبې په ورځو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران د احتمال په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.


آوا - کابل: د هېواد د هوا پېژندنې ادارې پرون جمعه (جدی ۱۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو احتمال اعلان کړ.
 
د دې ادارې د وړاندوینې پر بنسټ، د پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګو، غزني، بامیان، غور، دایکندي، اروزګان، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولایتونه به د درنو واورو شاهد وي.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړيو کې سختو واورو او اورښتونو کروندګرو ته د ځاني زيان ترڅنګ ستر مالي زيانونه هم اړولي وو.
 
دې ادارې تر دې مخکې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو احتمال اعلان کړی و.
 


د مطلب کود: 263497

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263497/د-افغانستان-په-۱۵-ولایتونو-کې-واورې-او-سخت-باران-امکان

آوا
  https://www.avapress.com