دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 263497
د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او سخت باران امکان
د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د شنبې او یکشنبې په ورځو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران د احتمال په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د هوا پېژندنې ادارې پرون جمعه (جدی ۱۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو احتمال اعلان کړ.
 
د دې ادارې د وړاندوینې پر بنسټ، د پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګو، غزني، بامیان، غور، دایکندي، اروزګان، کندهار، هلمند، فراه او بدخشان ولایتونه به د درنو واورو شاهد وي.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړيو کې سختو واورو او اورښتونو کروندګرو ته د ځاني زيان ترڅنګ ستر مالي زيانونه هم اړولي وو.
 
دې ادارې تر دې مخکې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو احتمال اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcgyw9xuak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته