کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښاروالۍ د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې

17 جدی 1401 ساعت 14:48

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، په تېرو دوو اونیو کې د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له خوا وړاندیز شوې ۸ پروژې منظورې شوې دي.


آوا - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال مل پاسوال عبدالغني برادر وايي، په تېرو دوو اونیو کې د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸ پروژې د کابل ښاروالۍ وړاندیز شوې دي.
 
دبهرنيو چارو وزارت اقتصادي مرستيال وايي چې په تير يو نيم کال کې داسلامي امارت له راتګ وروسته دکابل څېره بدله شوې ده .
 
د ښاغلي برادر د څرګندونو پر بنسټ، اوسمهال په کابل ښار کې د ښار په صفايي برخو کې عملي کارونه او د سړکونو د بیارغونې چارې روانې دي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي چې په هېواد کې د سترو ملي پروژو په پلي کېدو سره به د خلکو اقتصاد هم ښه شي.
 
خو د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د سړکونو رغول او له يو بل سره د نښلوونکو سيمو جوړول يو مثبت ګام دى.
 
د کابل ښاروالۍ د شمېرو پر بنسټ، دا اداره د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د ترمیم او رغولو، انحطاط، د احاطې جوړولو او نورو عامه خدمتونو په برخو کې ۴۰ پروژې پلې کوي.
 


د مطلب کود: 263501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263501/کابل-ښاروالۍ-د-۷۵۰-میلیونه-افغانیو-په-ارزښت-۸-پروژې-منظورې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com