دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 263501
کابل ښاروالۍ د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸ پروژې منظورې کړې
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، په تېرو دوو اونیو کې د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له خوا وړاندیز شوې ۸ پروژې منظورې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال مل پاسوال عبدالغني برادر وايي، په تېرو دوو اونیو کې د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۸ پروژې د کابل ښاروالۍ وړاندیز شوې دي.
 
دبهرنيو چارو وزارت اقتصادي مرستيال وايي چې په تير يو نيم کال کې داسلامي امارت له راتګ وروسته دکابل څېره بدله شوې ده .
 
د ښاغلي برادر د څرګندونو پر بنسټ، اوسمهال په کابل ښار کې د ښار په صفايي برخو کې عملي کارونه او د سړکونو د بیارغونې چارې روانې دي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي چې په هېواد کې د سترو ملي پروژو په پلي کېدو سره به د خلکو اقتصاد هم ښه شي.
 
خو د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د سړکونو رغول او له يو بل سره د نښلوونکو سيمو جوړول يو مثبت ګام دى.
 
د کابل ښاروالۍ د شمېرو پر بنسټ، دا اداره د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د ترمیم او رغولو، انحطاط، د احاطې جوړولو او نورو عامه خدمتونو په برخو کې ۴۰ پروژې پلې کوي.
 
https://avapress.com/vdccx1qis2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته