کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او سختو ورښتونو امکان

20 جدی 1401 ساعت 10:17

د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې نن (سه شنبه، جدي ۲۰) او سبا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو امکان شته.


آوا - کابل: د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې نن (سه شنبه،  جدی ۲۰) او سبا په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د واورې ورښت وړاند وینه شوی دی. په پنجشېر، پروان، غزني، پکتیکا، بامیان، دایکندي، اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او د سالنګ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو د ورېدو امکان شته.
 
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له (١٠-٣٠) ملي مترو پورې ده او همدارنګه په بېلابېلو ځايونو کې د واورې اندازه د (١٠-٤٠) سانتي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د واورې او سختو بارانونو شاهدان دي.
 


د مطلب کود: 263621

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263621/د-هېواد-په-یو-شمېر-ولایتونو-کې-واورې-او-سختو-ورښتونو-امکان

آوا
  https://www.avapress.com