دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 263621
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او سختو ورښتونو امکان
د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې نن (سه شنبه، جدي ۲۰) او سبا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو امکان شته.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی چې نن (سه شنبه،  جدی ۲۰) او سبا په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د واورې ورښت وړاند وینه شوی دی. په پنجشېر، پروان، غزني، پکتیکا، بامیان، دایکندي، اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او د سالنګ په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو د ورېدو امکان شته.
 
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې په بېلابېلو ځايونو کې د اورښت اندازه له (١٠-٣٠) ملي مترو پورې ده او همدارنګه په بېلابېلو ځايونو کې د واورې اندازه د (١٠-٤٠) سانتي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د واورې او سختو بارانونو شاهدان دي.
 
https://avapress.com/vdcf0md0yw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته