کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فابریکې خاوندان؛ دولت باید د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره چاپیریال برابر کړي

20 جدی 1401 ساعت 16:03

د هېواد د تولیدي فابریکو یو شمېر مسئولین له اسلامي امارت غواړي چې د خپلو کورنیو تولیداتو د ودې لپاره زمینه برابره کړي، خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اسلامي امارت کابینې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پرېکړه کړې ده.


آوا - کابل: د هېواد د تولیدي فابریکو یو شمېر مسئولین له اسلامي امارت غواړي چې د خپلو کورنیو تولیداتو د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
 
د چپس جوړولو د شرکت مسئول خلیل ایوبي وویل: زموږ اساسي ستونزه د برېښنا نشتوالی دی، چې په وروستیو میاشتو کې ورسره مخ یو. زموږ غوره هڅه دا ده چې خپل کورني تولید ته وده ورکړو یا پیاوړې کړو.
 
د صابون د تولید رئیس مصطفی نظري هم وویل: موږ خپل تولیدات په ۱۸ ولایتونو کې صادروو او له حکومت څخه غواړو چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او له موږ سره تړون لاسلیک کړي.
 
بل خوا د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، چې دا مهال صنعتکاران د برېښنا، د بانکونو د محدودیت او یو شمېر نورو ننګونو سره مخ دي.
 
خو د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، د سرپرست حکومت کابینې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ پرېکړه کړې ده.
 
د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له هېوادوالو غوښتي چې د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره له دغو تولیداتو ګټه واخلي.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د څه باندې ۵۰ ډوله خوراکي، درملو او صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.
 
د کابل د صنایعو او کانونو خونې د شمېرو پر بنسټ، د هېواد په پنځو زونونو کې څه باندې ۴۰۰ زره ټنه په مستقیم او نږدې یو میلیون ټنه په غیر مستقیم ډول په ۶ زره فابریکو او لسګونه تولیدي څانګو کې کار کوي.
 


د مطلب کود: 263656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263656/د-فابریکې-خاوندان-دولت-باید-کورنیو-تولیداتو-ودې-لپاره-چاپیریال-برابر-کړي

آوا
  https://www.avapress.com